و داسې قاتلانو ته راوړی دی ژوندون ' اميرليکوال

شاعرې

Tuesday, December 26, 2023

و داسې قاتلانو ته راوړی دی ژوندون ' اميرليکوال


 

والله چې بېخي ستړی بېخي ستړی دی  ژوندون 

په غم او مصيبت کې مې تېر کړی دی ژوندون  


زما د خواهشونو قتل عام يې کړی دی 

زما د ارمانونو پوروړی دی ژوندون 

 

زما يې کړې په برخه تورې شپې د بېلتانۀ

که څۀ هم  د رڼا د وجود غړی دی ژوندون 


باطن کې به تر ډېره را سره وي تر ابده 

ظاهر که مختصره او نيمګړی دی ژوندون 


لېوانو،غمازانو، بلاګانو ته ليکوال 

و داسې قاتلانو ته راوړی دی ژوندون


'________

اميرليکوال 

۲۴دسمبر ۲۰۲۲ء

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف