غزل
ځان ځاني ده پردی ښار دی زه تنها يم
بوږنوونکې خاموشي ده وارخطا يم
زنګ راتلو خو زه مصروف وم های ارمانه
مسج راغی وېل يې کال واخله مسکا يم
زما لاس کې د خوشال بابا ديوان دی
څوک يې اوري؟ دېوالونو ته لګيا يم
دغه ورځې د انګورو د نچوړ دي
ماښام راشه راته ووايه چې ستا يم
دسمبر دی ډک جامونه دي بهار دی
تنهايي ده ستا تصوير ته په ګډا يم
ستاسو خپل بهار
Post a Comment