غزل
ژوند ښه دې جانان ښه دې نشه ښه ده
سترګو له د حسن تماشه ښه ده
عقل کښې د پوھی اضافه کیږي
وخته نوي نوي حادېثه ښه ده
مست زړګی له شوخ د فېضاء راؤړي
ساز ښه دې آھنګ ښه دې نغمه ښه ده
نه ښکاري د بام په سر سپوږمٸ وه
شپه ښه ده تیاره ښه ده ډيؤه ښه ده
سترګې پټؤل د حقاٸېقو نه
خوب ښه دې تعبېرښه دې معنه ښه ده
ته چې راسره نه ﺉ قرار نه وي
ته چې راسره ﺉ ھره شپه ښه ده
تتې دی ډیوې سراب عکسونه ټول
وخته مې نيولي آٸینه ښه ده
څومره پیرزونې ده ویصال کوي
ته ښه ﺉ سلطانه که ھغه ښه ده
(آمیرمحمدسلطان)
Post a Comment