امجد شهزاد/ يوې پوښتنې ته دَ چا چې جواب هم نۀ لري

شاعرې

Thursday, December 21, 2023

امجد شهزاد/ يوې پوښتنې ته دَ چا چې جواب هم نۀ لري


 

امجد شهزاد

/ 

هغه شاعر چې دَ دردونو حساب هم نۀ لري

غضب خو دا دے چې يو ټکے شراب هم نۀ لري

/

ما ته معلوم دے يو سړے دَ محبت مريد دے

هېڅ کار پۀ ژوند کښې پۀ ګناه اؤ ثواب هم نۀ لري

/

دَ دې اولس نه هر څۀ مۀ  تښتوه سپي شُوکماره

ژوند به پۀ څۀ کوي چې ټنګ دَ رباب هم نۀ لري

/

زما مرام ښکاره، مطلب صفا، معنيٰ واضحه

زما لفظونه ضرورت دَ اعراب هم نۀ لري

/

بيا چې دَ کفر فتوٰي نۀ لګوي څۀ به کوي؟

يوې پوښتنې ته دَ چا چې جواب هم نۀ لري

/

کوي دَ هغه سړي قدر بيا هم ټوله دنيا

چې لۀ اسمانه نازل شوے کتاب هم نۀ لري

/

دَ ښار امير دَ ټولو خلکو نه پۀ څۀ مالدار دے؟

پۀ خپل کتاب کښې چې اوچ شوے ګلاب هم نۀ لري

/

ويرېږه مۀ ، پۀ خدائے توکل کړه، واخله جام زاهده!

ځنې ګناه داسې ګناه وي عذاب هم نۀ لري

/

امجد دَ فن اؤ فکر داسې خزانه موندلې

مُلا خو پرېږده چې ئې خان اؤ نواب هم نۀ لري


♫ ♫ ♫

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف