غزل
سعید ګوهر
هغه شته زما په زړۀ، ذهن و احساس کې
نيما نيم شوم زۀ تقسيم شوم په اخلاص کې
زما مينه تر ما زياته تږې ښكاري
ستا څهره ده د اوبو په ډك ګلاس کې
وخت او بخت دواړه اريان راته ولاړ وای
زۀ او ته سره روان وای لاس په لاس کې
اندازه ئې د ښائست كوه له دې نه
چې تر اوسه پورې نه يم په حواس کې
راسره دی يو سړی د همزاد غوندي
هم په هېره، هم په خوب، هم په قياس کې
ګډې وډې ، بې ترتيبه ، بې مفهومه
د قسمت كرښي ليكلې چا په لاس کې
مطمئن نه ؤ ژوندون تر پايه پورې
څه خامي ئې وه ګـوهــره! په اساس کې
Post a Comment