غزل- امير رزاق‌امير

شاعرې

Wednesday, November 1, 2023

غزل- امير رزاق‌امير

 



غزل


زۀ  چې  غم  د  پښتانۀ  خورم

نو سرکار جي ستانه څۀ خورم


ما   پۀ   کومه    ګناه    وژنې

خزانې تۀ خورې که زۀ خورم


زۀ خولې اوښکې را  يو  کړم

دا  خواږه  د  ژوندانۀ  خورم


غريبۍ  چې   خفه  نۀ   شې

پۀ تا تل سوکړک سابۀ خورم


پۀ دې ټول  جمالستان  کښې 

زۀ وختونه خونخوارۀ خورم


وخته  دومره  مهلت   راکړه

زۀ دا ټول سړي خوارۀ خورم


آيئنې    ږدمه     ړنډو     ته

لېونو ته خپل  مازغۀ  خورم


نۀ  شاباز   نۀ   منزرې   يم

چې قامونه به واړۀ خورم


زۀ   د   مينې   سمندر   يم

ځکه  اور  لکه  اوبۀ  خورم


زما    ورک   " امير  رزاقه "

راشه زۀ درپسې زړۀ خورم

.....................................................

                      ارواښاد امير رزاق امير

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف