غزل :
رحمت شاه سائل
د ګل ښائيسته ځوانی جانانه تاته چرته رسي
سپرلي که ډير په تا وريږی ماته چرته رسي
ته د خپل ځان له غمه مرې زه د جانان له غمه
زاهده ! ستا ثواب زما ګناه ته چرته رسي
زه دې ژوندون زپلے زه دې هر ستم زپلے
زما د سټړي زړۀ اواز دنيا ته چرته رسي
د وچو شونډو د خندا مانا دې څه وكړمه
غنچك د ګلو دې د مخ حيا ته چرته رسي
ما په قدم قدم سزا د وفا وخوړله
ستا د هزار جرم قيصه سزا ته چرته رسي
د انتظار د ډيوې ژوند يوه سلګۍ پاتې ده
كه ډېره هم راكاږي ساه سبا ته چرته رسي
Post a Comment