غزل
د سترګو رپ کښې سړے بوځي د وختونو شاته
خداے زده چې څۀ وي ددې ځينې تصويرونو شاته
وهه وهه چې زما نه منې او خپله کوې
بې له داغلو نور څۀ نشته د خالونو شاته
چې ستا د مخ کتاب لوستلو ته وزګار نه شومه
خداے دې ما مړ کړي ددې ډېرو کتابونو شاته
زۀ پۀ ساقي دومره مئين يمه نا نه شم کوے
ګنې ښه پوی يمه چې څۀ دي د جامونو شاته
ته سپينې واورې ګورې شنۀ شنۀ ځنګلونه ګورې
ته دې ته نه ګورې چې څۀ کېږي د غرونو شاته
تا چې اور ورته کړو ايرو کښې به ئې څوک لټوي
زما د مينې دنيا وه د چنارونو شاته
قيامت ئې هير كړو رانه خدايه د قيامت نه مخكښې
قيامت چې وليدلو ما د وحشتونو شاته
زه به ټوټې ټوټې بې ځايه خپل كاله كښې نه وې
كه ديوال نه وے پوهيدے د ديوالونو شاته
منګل کۀ لوړ نه دے پۀ ونه ټيټ ئې هم مه ګڼه
د شاعرانو قد ليدے شي د لفظونو شاته
پروفيسر اسیر منګل

ایک تبصرہ شائع کریں