غزل
پاڼې پاڼې ترمې ترمې سرۀ ګلان دي
نن ازغي په ټول چمن کښې واکداران دي
په کوم ښاخ چې زمونږ جاله د ارمان وه
ګزار کړي تندرونه پرې اسمان دي
د چمن مینه چې اور کړه صیادانو
په قفس کښې ډېر خوشحاله بلبلان دي
چې سرونه ئې ختلي نمر ته ټیټ دي
له تودو څپېړو هغه په امان دي
ته یادګار د مينې نه ئې تاج محله !
ستا د لاندې چخڼي شوي مزدوران دي
ستا د مينې د جنون له برکته
ما هم لوبې راشه کړې په ګرېوان دي
حال مې څۀ پوښتي ملګري سلیم رازه !
دا شعرونه د حالاتو ترجمان دي
کتاب : د زخمونو پسرلي

ایک تبصرہ شائع کریں