غزل
ښائست حیا نه په کاله کښې سوزي
ځواني مې غم د بېلتانه کښې سوزي
زلفې له مخ نه دې په شا واړوه
سترګې لوګو کښې په کاته کښې سوزي
خلۀ مې ګنډلې پښتنې مینې ده
زړۀ مې په پت د پښتانه کښې سوزي
اور د بارخو مې شونډې وچې کړلې
تږې له تندې په ویاله کښې سوزي
ګردې نړۍ ته رڼا ګانې بخښي
نمر په خاته هم پرېواته کښې سوزي
شوه چې رڼا د بې شعورو نصیب
خود با شعوره په تیاره کښې سوزي
رازه. طوفان کښې د حالاتو دا وار
د فکر باز مې الواته کښې سوزي
سليم راز

ایک تبصرہ شائع کریں