غزل
د کور سړی راته په خپل کور کښې جوړ کړے دے شر
څه ماشوم نه یمه د وخته نه مې خلاص دے پرې سر
زه د یو داسې ځناور سره په جنګ اخته یم
چې نه لکۍ لری او نه لری ښکرونه په سر
چې دغه وران کور کښې د خلقو نه به څه پاتې وی
دېوال ې یو سلامت نه دے او راپورې دے ور
تا به خبر راوړو د هرې واقعې تر مونږه
نن دې واقعې کښې ته پخپله ې جوړ شوے خبر
په کومه ورځ چې سپین مارغه الوت ته ځان تیار کړی
په هاغه ورځ بدخوا د امن ترېنه پرېکړی وزر
نن دې لاسونه زنګوې هډو څه تاب نه لرې
تا به د ځان هر مخالف ته ټپولو ټټر
د تېرو شلو کالو یو شان قیصه چورلی په ځائې
ماښام واپس ځم له دفتره سحر کور نه دفتر
ماښامه ځکه دې ماحول کښې دې وی ساه تربته
چې ددې خلقو په شان نه دې زده د چل ول هنر
Post a Comment