رياض تسنيم / تـلم او راتـلم اخـر خـالـي مـکان تـه ودرېــدمه.

شاعرې

Sunday, November 5, 2023

رياض تسنيم / تـلم او راتـلم اخـر خـالـي مـکان تـه ودرېــدمه.

 



غزل

ریاض تسنیم



تـلم او راتـلم اخـر خـالـي مـکان تـه ودرېــدمه.

زۀ چې د ځان نه مرور ووم، ځان ته ودرېـدمه.


دا شپـه زمونږ د بد  بختئ حالونه چاته وائي؟

يوه شېبه له ستــورو  ډک اسمان ته ودرېــدمه


خـــداے خبر کومې ذائـقي مـې پـۀ زړۀ اؤرېدې 

دا چـې د شـونډو د شـکرو کان تـــه ودرېـدمــه


نور د دې ويړ جهان له هر منظره غلے تېر شـوم

ته مې ارمان وى او زۀ خپل ارمان ته ودرېدمـه


حق دے تسنيـــمه ، د باګــرام د پري زادو جادو

راغــلم او څلي د ملنګ رحـــمان ته ودرېــدمــه

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف