غزل
د فـــریــب ډکـــه دنــیا ده _ د تــرهء زویـــه!
پــــه قــــدم قـــــدم ژړا ده _ د تـرهء زویـه!
دلتـــه حــق چـې چــا ویـئلے دے به دار شـو
دلته حــق ویــئل ګـــناه ده د تـــرهء زویـــه!
دغـــه پـــېغــله چي پـه کاڼو ویــشتےکېـــږی
دغــه پېــغله بـې ګنــاه ده _ د تــرهء زویـــه!
دلــتـه ډېــرخــلق بـې ننګــه بـــې پښتـو دی
دا خـــبــره ښــه رښتــیا ده د تـــرهء زویـــه
جـــنازه مـــــې پــــــه اوږو روانــــه کــــړې
فــکر منــــد یــم چې د چا ده؟ د ترهء زویه!
مـــا د زمـکـې پـــه ســر مــهء وژنه قلار شـه
دغـــه زمـــکـه ټــولـه ستا ده_ د ترهء زویــه!
لېــونے یــې چــې د ورور ســره پــه شـر یـې
دا خــو ځـــان پــورې خندا ده_ د ترهء زویه !
لــه غــمـونــو تکـلیفــونــــو پـــه امـان شــې
د نــاز هـــر وخت دا دعــا ده_ د ترهء زویه!
روزی خان نـــاز
کانــجــو ســـــوات
Post a Comment