"نظم ـ څادر"
مړے لۀ ژونده
تنګ راغلے وۀ
پۀ زړۀ ئې بوج وۀ
نوره ئې دغه دوه رنګي
د انسانیت د نړۍ
پۀ سترګو نۀ وه پېرزو
دا غم ځپلې سترګې پټې ئې وې
بڼو ئې اېښي وو لاسونه
تر ابد پۀ سترګو
چرته یو قبر غوندې کنده کښې
پۀ زمکه پروت وۀ
او سر تر پایه بس د خاؤرو
پۀ څادر کښې پټ وۀ
ـــــــــــــ
وهمي اورکزے

Post a Comment