باران
زما باران خوښيږي
سم چي اسمان ګړړيږي
جانانه ياد دي درته
زه چي ديدن له درتلم
او ستاسو چم له درتلم
زمونږ صبا ديدن وو
او په ريښتيا ديدن وو
زه د شپې زر اوده شوم
او بس نهر اوده شوم
شپه په څه جوړ تېره شوه
سحر چې پاسيدمه
پيغام درومې لېږو
نن به دي خواله درځم
بيا مې تپوس اوکړلو
ښاپيرۍ شپه څنګه وه
ماله جواب يې راکړو
مړه بس وه څنګه وه
ما ترې پښتنه اوکړه
چې نن موسم څنګه دے
څم په خندا يې ويئل
په ناز ادا يې ويئل
ستا چی خوښيږې ګرانه
هغه باران نشته دے
ما په خندا کښې ويئل
تاله باران به راوړم
د زړه ارمان به راوړم
زه چې ورورسيدم
د خداے قدرت ته ګوره
ته يې حکمت ته ګوره
څم په شيبو باران شو
اسمان ګړزه کوله
زړه مې درزا کوله
تا چې به ماته کتل
او ما به تاته کتل
چې به اسمان بريښيدو
تابه زه کلک اونيوم
جانه هغه وختونه بيانولې نه شم
چې څومره خوږ ساعت وو
يو ساعت هير مې نه دے
د ماښام توره تياره
د باران څاڅکي چې ډير
څم په شيشه راتوې شول
ما به تپوس ترې کوو
چې نن موسم څنګه دے
چې نن موسم څنګه دے
په دغه تيز باران کښې
په دغه تور اسمان کښې
بلها خبري مو کړې
ته چی به لاړې رانه
زړه به مې پړق اوچاودو
زه به يواځې شومه
د شپې تياره تنهایې
بيا واپسي يواځې
زړه مې تياره تياره شو
اسمان چې څنګه ژاړي
داسې مي زړه ژړيډو
سترګو نه اوښکې به تلې
او ښه بي واره به تلې
چې کور ته اورسيدم
جامي په اوښکو لوندې
مور مې ويل لوند ولې يې
ما ويل باران ته ناست ووم
زما باران خوښيږي
زما باران خوښيږي
افضل محمد زے
Post a Comment