سـالار به سم شي خو یو ویخ غوندې لښکــر پکاردے
منبر نه جنګ نۀ کیږي جنګ له تود سنګــــــر پکار دے
زمـــــا ګیډے زلفــــې په دې لــــــوپټه نۀ پــــــــــټېږي
زما ګیډے زلفو لـــــــه ګور غوندې څـــــــادر پکار دے
غم کښې خندا او خوشحالۍ کښې ژړا چـــاله ورځي
ژړا له غــــــم او خندا ګانو له اخــــــــــتر پکـــــار دے
ژونده! نور ستا منم خو څۀ پکښې زمــــــــــــا ؤمنه
یو مې جانان، یو مې ګودر، یو مـــازیـــــګر پکار دے
چې علم نۀ وي نو پـــــګړۍ نۀ ده پنډوکے دے بیـــــا
ســـــــــر له پګړۍ نۀ ده پکار پګړۍ له ســـر پکار دے
په زور هیچــــــــا هم چرته کلے آبــــــــاد کړے نۀ دے
بس لږ شعور پکار دے لږ غــــــــــــوندې هنر پکار دے
چې زړۀ غټ نۀ وي نو وجود دے هسې پنډ د غوښو
وجود دې وړوکے وي خو زړۀ لکه د غـــــــر پکار دے
تۀ په نختر څه کړې اودس کــــــــــوه او زۀ جمات ته
مونږ مشغولیږو مــــــــــــونږ له دلته یو نختر پکار دے
چې ښاده نۀ راؤړي نو څه کړې د اولاد په لخکـــــــــر
یو دې وي خیر خـــــو بهادر پکار دے نــــــر پکار دے
خان د غریب په بچي دومره خوشحالي نۀ کــــــــــوي
د خان بنګلې له چـــرته بیا نوے نـــــوکــــــر پکار دے
چې یو مزدور پکښې پیتاؤ ؤکړي او ځــان دمه کــــړي
عاقله! داسې یو ســـــــحر دغسې نمــــــــــر پکار دے
Post a Comment