غزل :
شباب راڼېزے
ستا دَ ياد دَ شوروشره، اے زما دَ زړګي سره
ماله نۀ راځي خوبونه،شپه شوګير کړم تر سحره
ستا تصوير راته مسکے دے،دَ احساس په ائينه کښې
که تر مېنځه فاصلې دي،يې پناه مې دَ نظره
چې انګور مې ستا دَ يادو،په منډؤ دَ زړۀ پراتۀ دي
که په هجر کښې دې اوسم ،بيا هم نۀ يم بې ثمره
دا دَ چا سپېرۀ نظر وو ،چې يې دواړه سرې لمبې کړئ
شونډې پرانيزه ګودره،حال څرګند کړه مازيګره
څۀ ويرژن ويرژن ماحول دے،د َغم ساندې راخورې دي
نۀ دَ چا په خُلۀ ټپه شته،نۀ دَ چا په خُلۀ سندره
سپېلنے به درلوګے شم ،په مجمر به سينه کېږدم
خدائے دې مۀ کړه دَ نظره، زما ګرانه پېښوره
چې هُما دَ تخيّل مې ،ستا په زلفو کښې راګېر دے
زۀ به څۀ رنګ الوت کړم ،زۀ به څۀ لاړ شم په بره
دَ دنيا قامونه لاړۀ ،په سپوږمۍ يې پلونه کېښوۀ
مونږ لا هغسې اودۀ يُو ،مونږ يُو پاتې دَ لښکره
شباب هر خوا مينه شيندم ،شباب هرخوا مينه کرم
چې صدف مې دَ زړۀ ډك دے، ستا دَ مينې دَ ګوهره
Post a Comment