سعید ګوهر/ راشي د سحار باد او په زلفو دې لاس ووهي

شاعرې

Wednesday, November 1, 2023

سعید ګوهر/ راشي د سحار باد او په زلفو دې لاس ووهي

 

سعید ګوهر



 غزل  : 


راشي  د  سحار   باد او په زلفو    دې    لاس   ووهي

خدای  دي  تا   زما   په     محبت او  اخلاص   ووهي


يو سړی د ژوند په خواب محل کې سوچ اخستی دی

سر په    کاڼي    مات کړي که ښيښه په الماس  ووهي


ته له ما    ګيله کوې    ،    فطرت هم     معتدل نه دی

يو په شدت باندې    ، بل په مړۀ مړۀ   احساس ووهي


څوک بېخي کمزوری وي ، خپل حق هم په ژړا غواړي

څوک     ډېر زړَور وي  ،      د يتيم هم   ميراث ووهي


څومره   ډېر کورونه      ستا له لاسه      په بغارو دي

تا خو دي      مرګيه    خدای په سر باندې پاس ووهي


داسې نران    هم شته   د مېدان چې   د ماينې تر مخ

غاب   په مځکه تس کړي  له   دېواله     ګلاس ووهي


زمونږ د  ښار    منصف ، په اشرفۍ کڅوړې ډکې وړي

بل    فېصله اوکړي ،  دی پرې خپل مهر خاص   ووهي


وخت د دوئ په لاس کې دی د دوئ سياست ښه زده دی

زمونږ  د خولې ګوله     به په جلوس او اجلاس  ووهي


بخت    هغه ټوکي دی   چې ګوهره   پخپل  ګای باندې

شين شي له خندا ، په زوره  لاس    ستا په لاس ووهي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف