ارواښاد خاطر افریدی

شاعرې

Thursday, November 16, 2023

ارواښاد خاطر افریدی

 



غزل


چه عاشق د معشوقی په لور کاته کا

خود لیمه شي کم طاقته پریواته کا


چه پلو د مخه لرې کړي رڼا شي

لکه سترګه د صبا چه را خاته کا


لږ می عکس د زړه واخله که دې شک وي

چه دا تور باڼه دې څه رنګه ویشته کا


په مین زړه ځنکدن شي چه یار راشي

په هیبت زړه په ګوګل کښې الواته کا


د خاطر په زړګی داغ د بیلتون ګوره

چه د یار په لور ګاږه واږه کاته کا

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف