نسيم ستورې/ زما په زړه کې چې اوسېږي جنۍ

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Saturday, November 25, 2023

نسيم ستورې/ زما په زړه کې چې اوسېږي جنۍ

 


زما په زړه کې چې اوسېږي جنۍ 

دا چې له ما نه اوس شرمېږي جنۍ


څه په نخرو کږه وکږه راونه

لکه ډنډر ځوانې ماتېږي جنۍ


غرور ئې هسک سره خبري کوي

په خپل غیرت باندې نازیږي جنۍ


رښتیا هم دا ده چې رښتیا ښکلي ده

په ښایستونو کې لوبیږي جنۍ


اوس  لا هنداره کې خپل ځان ویني

په صفتونو نه مړیږي جنۍ


نسیمه ستوریه ستا په شعر مئینه

اوس چې په فکر کې ډوبیږي جنۍ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف