چې درپۀ دريمه جانان لټوم ۔
خلقودخؤګ زړګی درمان لټوم ۔
د خپل منزله ناخبره يمه ۔
پۀ اوچوډاګوکښې مهيان لټوم ۔
چې ځان پېداکړم هله تابه ګورم
زۀ خو تروسه لا خپل ځان لټوم ۔
فقيرنامه کښې دپنجاب او عرب ۔
هسې اوزګار يم افغانان لټوم ۔
هوښيار دشرنه ځان پۀ ډډه ساتی ۔
يو زۀ نادان يم رقيبان لټوم ۔
چاراته وې غريب د کلی تلے ۔
اوس به علی پۀ بيابان لټوم ۔

Post a Comment