لکه شات وي که شکرې بې فائېدے دي
د غریب د خلې خبرې بې فائېدے دي
کوټ بنګار به دې سونه وي که مالدار وي
بې پېسو دې ملغلرې بې فائېدے دي
چې په خــپل اختېار الوت کولې نه شي
د پنجرې د بـــاز وزرې بې فائېدے دي
د نرانو د کور ډکـــي پــــکار راشي
د دله په کور کښې زغرې بې فائېدے دي
که هر څو ورله د سوز ټکي پېدا کړې
کڼو خلقو ته ســـندرې بې فائېدے دي
بې پښتو نسب دې ډېر مۀ شۀ عطشانۀ
د نېزدې وي که د لرې بې فائېدے دي
عطشان بونیرے

ایک تبصرہ شائع کریں