روښان يوسفزے / هر ښکلي ته وايم ستا دلبر يمه

شاعرې

جمعرات، 2 نومبر، 2023

روښان يوسفزے / هر ښکلي ته وايم ستا دلبر يمه

 

غزل :

  روښان يوسفزے



هر  ښکلي  ته وايم  ستا  دلبر يمه

خدايه   دا په کومه   بلا  سر  يمه


سر ګآڼه کووم خو څادر نۀ بائيلم 

زۀ    د پښتني   ټاټ جوارګر  يمه 


ما باندې يارانو کرښې مۀ راکښئ

زۀ خو د هر چا  يم    پیښور  يمه

 

اے زما  رقيبو   ګوړې مۀ  ویشئ

تندر که  نيولے  يم  خو نمر   يمه

 

ما د غريبۍ خاوره خوړے نه شى

اوسپنه خو نه يمه  سرۀ   زر يمه




📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف