ــــــــــــــ شوخي معاف ــــــــــــــ
چې دې راوکتل لمبه دې کړمه
په لمس د لبو غرغنډه دې کړمه
راورېدې چې د زړګي په دشته
خود کلامۍ کښې زمزمه دې کړمه
په نيمه شپه کښې دې په ناز و ادا
سُرور خمار نشه نشه دې کړمه
د هجر اوره څۀ کانې دې وکړې
لکه د بټ ورته نينه دې کړمه
د عشق زوره لږ خو کم شه کنه
د هجرذادو سرينده دې کړمه
د ښاپېرۍ د نرمو ګوتو لمسه
د مودو ستړې ووم دمه دې کړمه
د بدن عرق دې لکه مشک و عنمبر
فرهاده ځان سره وږمه دې کړمه
Post a Comment