اے عشقه ! زړه مې خوښ کړه په صدمو کښې اوسېدل
ژوندون لکه د شمعې په لمبو کښې اوسېدل
ژوند څه دے د وصال يوه نيمګړے تمنا
په اوښکو ' اسوېلو او په سلګو کښې اوسېدل
هر څاڅکي نیوي چرته شي سیپي د سمندر
ډیر ګران دي اے زړګیه په زړګو کښي اوسیدل
اعظمه ! د يار خوا او دا بې وصله زمانې
سپرلو کښې ؤسيدل دی خو پنجرو کښې ؤسېدل
محمد اعظم اعظم
ایک تبصرہ شائع کریں