غزل :
په ځنکدن کښې لونګین خیالونه
ترخو وختونو کښې شیرین عکسونه
خُوشې صحرا کښې په سراب دُوکه شوم
په تصور کښې مِ رنګین جامونه
دَ تصوف کندې ته نهُ پری وُوځم
ډیر که خوَریږی دا حَسین دَامونه
ماته ښیرې کوی که ځان ته دُعا
دَا چې رَاکاږی په جبین لاسونه
تهُ چه لاسونو کښ بنګړی شړنګوې
راځی غوَږونو ته ګَبین سازونه
دَ ګُلاب مخو حُسن ډیر پیکه کړی
چې رَاښکاره شی دَا نَمکین مخونه
دَ عشق لمبه شی دَ بَڅرو باران
په ښکلی مخ زُلفې مَهین تارونه
رَاغلې او لاړلې په مخه دِ ښۀ
ستا دَا راتلهُ وُو اُور وَرین رُودونه
زما په غم ېې دَ غم اوښکې توې کړې
په غم زما هم شو غمګین غمونه
سَم دَ ترخو دَارو دِې خُلې نه تُو کړم
کوې به اُوس په چا رنګین نازونه
جوهر خلیل ته هم شاعر وائے تهُ؟
* منظور * لا نهُ دی دَ * پَشتین * آهونه
ایک تبصرہ شائع کریں