غزل
لمنه نیسم د جنون، ځم د صحرا و خوا ته
رڼا به ښکاري آخر څومره د ښکلا و خوا ته
له دې بغېر به خالي لاس وي د وجود هینداره
بقا به مومي بنیادم د ابتلا و خوا ته
د خوف و خوا ته زرغون باغ دی مګر لرې بېخي
په رسۍ باندې زهٔ ولاړ یم، درځم ستا و خوا ته
زهٔ کله ډوب شم په اوبو کې کله اور کې لامبم
په یو خمار کې یم روان د انتها و خوا ته
دا خلګ څومره وېرېدلي وېرېدلي ښکاري
کتلی نه شي په تیاره کې هم د شا و خوا ته
دا شور به تم شي د فنا په ښار کې یمه وصاف
څراغ به مړ شي، په خرام دی د هوا و خوا ته
ایک تبصرہ شائع کریں