**************
*د ناز خبرې*
د چـا لــوظــونــو ته مـې اور ورتـه کـــړو
خپـلو وخــتــونـو تــه مـې اور ورتــه کړو
زړۀ مـې ټینګ نۀ شــو' خــــواته ورغلمـه
بس قسمونو ته مــــې اور ورتـــه کــــړو
سـتـا پـه ګـناه باندې خاموشه نۀ شـــــوم
خپـل ثوابـونـو تـه مـې اور ورتـــه کـــړو
ستــا د رومــال نــه مې لمبې پورتــه کړې
سـتـا تصویرونو تـه مـې اور ورتـــه کــړو
داســې يــو څـو لــه زما لاس نـــۀ ورځـی
نـورو شعـرونــو تــه مـې اور ورتــه کـــړو
پــه خـپـل ارمـان مــــې خــاورې واړولـې
او خـواهـــشـونــو تــه مې اور ورته کــړو
ستا په کمڅو کښې ډېـر پیـکه ښکارېــدل
ځــکــه ګلــونــوتـه مـې اور ورتـه کـــړو
نــۀ یـې زۀ سـتا ' نـۀ تـۀ زما کـړې نــازه !
نــو تـعـويـذونـو تـه مـــې اور ورتـه کـړو
****************
روزی خـــان نـــاز

Post a Comment