خالص ....
ـــــــــــــــــــــــــ
دفېض الوهاب فېض په درناوي کې راجوړې غونډې له روان ووم.ملګري مې ګډوډ وو نو ځکه یوازې تګ وو او هغه هم په فلاینګ کوچ کې.چې اډې ته ورسېدم نو دا غږونه مې تر غوږ شو."اوریجنل مردان موټروے"کلینډر اشاره وکړه.لاړم سیټ کې کښېناستم خو دې فکر وړے ووم چې دې وطن کې خو دا اشتهارونه او لوحې مونږ وینو ګورو.چې "خالص شهد،خالص دیسي ګهي،خالص پیر فلاں سرکاروالے،خالص کشته زعفران،خالص پۍ،اصلي بابا ولي چاول،.وغېره وغېره.خو دا اوریجنل مردان موټروے حېران هم کړم او پرېشان هم. یو ناي راته وېل چې ستا وېښته دې شېمپوانو کمزوري کړي دي دا مه استعمالوه.Dove(USA )وېښتو له ښه وي.دوه درې ورځې پس یې پرې وینځه.د دوبۍ نه راله ملګرو راولېږل.وخت تېرېدو.هغه چې ختم شو نو دلته د یو ښه سټور نه مې راواخیستو.چې وېښته مې پرې ووینځل.نو وېښته مې داسې د خزان وهلو دربو پشان شو.پوهې شوم چې دا خو لانجه ده.خټکو،خربوزو او امونو له د شکرینو انجکشنې خو د پخوا نه دود دے خو پرون مې واورېل چې په شنو سېوانو سور د پلاسټک کور خېژولے شي.په فارمونو کې مېښو له خاص ستنې وهلے شي چې پۍ ترې په ډېر مقدار کې واخلي.دا ټول فلم مې د ذهن په برده وګرځېدو او بیا راغلم دې غږ ته چې "اوریجنل مردان موټروے"کېدے شي ډېر زر پکې په سیاسي جلسو کې دا نعرې او بېنرونه هم واورو ووینو چې" اصلي پاکستان....پارټي " او یا دا چې " اصلي ورکرز پاکستان......پارټي" د پبلک ټرانسپورټ حال او قیصو ویلو له خو دفترونه پکار دي.چې هره ورځ پکې د سورلو څومره سپکاوے کېږي او څنګه څنګه لوټلے شي.په فلاینګ کوچ کې سورلي او سفر کول داسې دي لکه چې په جېل کې د دوو کسانو په کوټه کې شل قیدیان وربوجه کړې.اف توبه.خبره د خالص او اصلي روانه وه نو په دې خبره ځان پوهه کړئ چې چرته یې هم د څه څیز سره خالص یا اصلي لیکلي وي نو پرې پوهه شه چې دال میں کچھ کالا هے د ډاکټر اعظم صېب په یوه ډرامه کې به اسماعیل شاهد په ناشولته خبره اورېدو باندې دا جمله ویئله چې
"وټ اے کنټري."

Post a Comment