د سبا سترګه شې،ځلا دې ستا په لاسو کښې وي
د کاینات هره ادا دې ستا په لاسو کښې وي
که د تیارو سره څه جنګ وي هغه ما ته پرېږده
ته خو رڼا ته شه، رڼا دې ستا په لاسو کښې وي
کله چې کېږي تعین د ارزښتونو دلته
وایم، د هر یو څیز بها دې ستا په لاسو کښې وي
لکه څوک دوه یاران، خوږمنه شان سندره وائي
زۀ به امین وایم، دعا دې ستا په لاسو کښې وي
مونږ به د مینې مشترک مرام ته داسې رسو
دروغ به زۀ وایم رښتیا دې ستا په لاسوکښې وي
که څه هم زۀ د باشرفه زمانې سړی یم
زړۀمې درونیسه رسوا دې ستا په لاسو کښې وي
د محبت انتها ګانې بیا له ما نه واخله
خو دا ګلګونه ابتدا دې ستا په لاسو کښې وي
دلته دې ټول خلق د زړونو څښتنان ووسي
خو رضاګانې د هر چا دې ستا په لاسو کښې وي
دامې دعا ده چې قېصر دې په لفظونو کښې وي
دامې دعا ده چې معنا دې ستا په لاسوکښې وي

Post a Comment