غزل
سعید ګوهر
زېری مې يو داسې اورېدلی دی چې رېږدمه
خوف مې په حواس باندې ختلی دی چې رېږدمه
نۍ خبر ، چې څومره زلزلې راباندې تېرې شوې
غر غوندي وجود مې زور خوړلی دی چې رېږدمه
شونډي مې پرې پرې چاودلې ، سترګې مې لمدې لمدې
ما په تباهۍ ډک خوب ليدلی دی چې رېږدمه
ته خو دنيا دار ئې ، خدای دي هم شايد پکار نه دی
ما د آخرت بيان وئيلی دی چې رېږدمه
ظلم څپلاخي د حالاتو دي تمامې شي
زړۀ مې وخت، تر بخت زیات وېرولی دی چې رېږدمه
دا د مرګي تبه نه ده ، دا د اجل ډار نه دی
زړۀ په توده وينه يخ نيولی دی چې رېږدمه
هر هډ مې جلا جلا له دړده په څوانګو دی
تن مې ظالمانو سخت تړلی دی چې رېږدمه
ستا سو پڅې تُوري په مېدان کې ماليدلي دي
ځان مې په جلال کې ټينګ نيولی دی چې رېږدمه
زۀ به کوم غزل وايم خو يو مې هم خوښيږي نه
بزم ته ګوهر صاحب راغلی دی چې رېږدمه
Post a Comment