ستاسو محبت ته چې مې زړه وشي

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

Saturday, November 11, 2023

ستاسو محبت ته چې مې زړه وشي

 



ستاسو محبت ته چې مې زړه وشي

يه ښكلو! ګرمۍ كښې مې ساړه وشي


مه تروړئ بچى د مور له خېټې نه

پرېږدئ پښتنو چې پښتانه وشي


غم د بېلتانه او تريخ ژوندون زما

دا لكه چې زخم كښې اوبه وشي


موږ به حاسدان د ځان په څېر نه كړي

څه كه په غنمو كښې واخه وشي


بيا به د صادق له څنګه نه خوځې

ستا كه ورسره ليده كاته وشي

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف