دروند شخصيت
عبدالحميد زاهد
ما د ډېر وخت نه سوچ کولو چې زۀ په خپل ګران ملګري فېض الوهاب فېض څۀ وليکم خو حېران به په دې شوم چې زۀ خبره د کوم ځاے نه شروع کړم، ځکه فېص يو ګڼ اړخيز شخصيت او هر اړخ ئې د بل نه توانا دے، هغه که د فېض شاعرانه مقام دے او که تنقيدي بصيرت دے، فېض بطور منتظم څنګه دے يا د يو استاذ په حېث ئې کوم کردار ادا کړے دے نو که زۀ په دې يو يو اړخ خبره کوم نو خبره به ډېره اوږده شي ځکه زۀ د اختصار نه کار اخلم، د فېض داواړه اړخونه پرېږدم او د فېض په شخصيت څو خبرې کول غواړم، د يو ليکوال د پېژندګلو د پاره دوه څيزونه ډېر ضروري دي، يو د هغه کردار، بل د هغه تخليق، ډېر داسې شخصيتونه وي چې تخليقي توان ئې ښۀ وي خو کردار ئې ښۀ نۀ وي او ډېر داسې هم وي چې کردار ئې ښۀ وي خو تخليق ئې کمزورے وي، بختور هغه شخصيتونه وي چې کردار او تخليق ئې دواړه د ستائېلو وي:
چې په خبرو شي د فن معيار ته ورسېږي
خو د کردار لوښے همېش لره کنګال ساتي
او فېض په هغه بختورو شخصياتو کښې يو دے چې کردار او تخليق ئې دواړه د کمال دي.
ما څو کاله وړاندې د فېض د کتاب په مخکتنه کښې دا خبره کړې وه چې په مردان کښې په انفرادي توګه د ادب په حواله لوے لوے نومونه دي چا چې په غزل، نظم، ډرامه، افسانه، خاکه نګارۍ کښې لوے مقام حاصل کړے دے خو درې شخصيتونه داسې دي چې هغوي په اجتماعي حوالې سره ئې ډېر کار کړے دے، يو قمر راهي صېب، بل محمد اقبال اقبال او فېض الوهاب فېض خو که په مجموعي توګه مونږ وګورو نو د دغې دوو شخصياتو په نسبت فېض ډېر خوش نصيبه دے چې داسې شاګردان او ملګري ئې جوړ کړي دي چې هغوي د فېض سره دومره مينه لري چې د فېض په سر درد شي نو د هغه د شاګردانو په زړۀ درد شي، دا جذبه دا مينه ما هغه وخت وليده کله چې فېض بيمار شو د شاه نواز تصوير سليم ناشاد، نور الرحمان سحر غوندې کشران خو څۀ کوې، سليم راز صېب،همايون هما صېب او صديق رضا صېب به هم زما نه بار بار پوښتنه کوله او دغه شان د نورو ملګرو او شاګردانو مينه او قرباني ئې ما ليدلې هم ده او محسوس کړې هم.
او بله اهمه خبره دا ده چې د فېض شاګردان د فېض د احساناتو او خدماتو اعتراف ښۀ په جار کوي نۀ د اقبال بابو ا و نۀ د طاهر کلاچوي د شاګردانو غوندې سترګې پټوي.
د طاهر کلاچوي د بنو په ادب ډېر احسانات دي خو د هغه شاګردانو د هغه د خدماتو اعتراف نۀ دے کړے،ايوب صابر صېب په خپل کتاب "جديد پشتو ادب" کښې ليکي د طاهر کلاچوي شاګردان چې د ليکلو جوګه شو نو بس دومره قدر ته به ئې ليکل: طاہر نام تها، کلاچوى تخلص تها اور ٹانک کا رہائشى تها.
فېض صېب چې کله د بيمارۍ نه روغ شو ملګرو ئې د هغه په خوشحالۍ کښې يوه درنه دستوره راجوړه کړې وه په هغه دستوره کښې چې کومو زلمو د خپلو خيالاتو څرګندونه کړې وه او د فېض د احساناتو او خدماتو ذکر ئې کولو نو ما ته شفق صېب ووې کاش چې اوس هغه شخصيت په دې موقع وے او د دې ځوانانو دا جذبه يې پخپلو سترګو ليدلې وې نو د فېض د مقام نه به خبر شوي وو، ما شفق صېب ته ووې که يو خوا دا زلمي خوش نصيبه دي چې د فېض غوندې عظيم او مشفق استاذ ئې په نصيب رسېدلے دے نو بل طرف ته فېض هم خوش قسمته دے چې داسې شاګردان ورله خداے پاک ورکړي دي چې احسان فراموشه نۀ دي.
هغه د حضرت علي (رض) قول دے احسان يادول د مهذبو خلقو کار دے، د سائنس په دنيا کښې نوبل انعام د اعلىٰ کارکردګۍ منلے شوے معيار ګڼلے شي خو دا انعام څوک څنګه ترلاسه کولے شي، د کمېسټرۍ نوبل انعام ګټونکے ايج اے کربز وائي د اعلىٰ سائنسدان جوړېدو د پاره سازوسامان، ليبارټري او په جديد ترين لټرېچر مشتمل لائبريرو نه هم زياته ضروري خبره دا ده چې څۀ موده د يو لوے سائنسي شخصيت په مجلس کښې ناسته وکړې، خوشحال خټک وائي:
د خوشحال سره چې کښېنې يو څو کاله
دا د غرۀ خټک به واړه شاعران شي
کربز ليکي که د ځوانۍ څلور کاله ما ته د د آټووار برګ غوندې سائنسدان ملګرتيا نۀ وې نصيب شوې نو زما سينه کښې به د سائنس د سپېڅلو جذبو ذوق غزونې نۀ وې کړې دا په اصل کښې د نظر فېضان وي چې يو استاذ ئې خپل شاګرد ته منتقل کړي، زه وايم دا د پياوړي نقاد، اديب او شاعر فېض الوهاب فېض د نظر فېضان دے چې پښتو ادب ته يې يو شمېر ژوندي سکالران ورکړي دي.
دلته زۀ د يوې واقعې ذکر ضروري ګڼم، مونږ د محمد اسلام ارماني صېب جنازې له آله ډنډ ته تلي وو، فېض صېب او زبېر حسرت صېب هم راغلي وو جنازې نه پس مونږ ځار يوسفزي د جميل کاچوخېل صېب حجرې ته په زور بوتلو وې جميل لالا په ما سپارښتنه کړې ده چې دوي به ډودۍ له راولې، ډوډۍ نه پس بخت روان عمر خېل صېب فېض صېب ته ووې د لور مې امتحان دے که د بوطيقا دې ورته لږه ښودنه وکړه، او يو دم ئې ورته موبائل فون ورکړو، فېض صېب ورته تقريباً نيمه ګهنټه وېنا وکړه، حالانکې دا ګران کار دے، چې ناڅاپي تۀ يو بنده ته ووائې چې په دې موضوع راته لږ څۀ ووايه، څۀ وخت پس راسره عمرخېل صېب ملاؤ شو ما ترې د هغې ماشومې د امتحان تپوس وکړو، وې لور مې په هغه پرچه کښې په ښو نمبرو پاس شوې ده او دا ټول کرېډټ فېص صېب ته ځي،د هغې د ټول کال خوارۍ نه د فېض صېب دغه نيمه ګهنټه وېنا زياته غوره وه.
په اخر کښې به زۀ دومره ووايم چې مونږ خوش نصيبه يو چې د فېض صېب په عصر کښې ژوند کوو، فېض وينو، فېض اورو، فېض لولو او د فېض په مئېنانو کښې ځان شمارو هم.
هغه د احمد نديم قاسمي شعر دے.
تجھ سے کس طرح میں اظہار محبت کرتا
لفظ سوجها تو معانی نے بغاوت کر دی
@@@@@@@@@@@@@@@@

ایک تبصرہ شائع کریں