څومره په اسانه مې د زړه کور ته راننوتې۔
د زړه له کور مې لکه روح څومره په ګرانه وځې۔
29 نومبر د لوے شاعر او عظیم ادبی خدمتگار ارواښاد محترم عمر دراز مروت د رحلت ورځ ده. پہ دے حقلہ په دا ورځ د پښتونخواه ھرې ادبی ټولنې ته دا ورځ لمانځل پکار دی . او تعزیتی غونډې دې وکړی.د خداې بخلی يو غزل تاسو سره شريک کوم.
هغه پښتون هم د پښتو پوره معيار نه لری.
چی
په اوګه باندې څادر په سر دستار نه لری
درنې حيا يې دواړه شونډې دی په ستن ګنډلې.
اظهار د مينې په زبان ځکه دلدار نه لری.
رقيب دې جګې سترګې ګرزی د جانان په مخکښې.
هغه ګلاب اصل ګلاب نه وی چی خار نه لری.
هسې نه اور د رسواي دې په ښايست پورې شی.
ستړې جزبې مې نوره توان د انتيظار نه لری.
ساده لباس ې ښه زيور دې د ښايست د ناوې.
هغه پې مخې ضرورت هيڅ د سنګار نه لری.
په ګردی چم کې بس دا يو "عمردراز مروت دې.
د چا په کار کښې چی تر خپله وسه کار نه لری.

ایک تبصرہ شائع کریں