اقبال مومند )که شاړه ده که ګل پکښې سمسور دى دا زما دى

شاعرې

اتوار، 5 نومبر، 2023

اقبال مومند )که شاړه ده که ګل پکښې سمسور دى دا زما دى


 غزل


که شاړه ده که ګل پکښې سمسور دى دا زما دى

جنت دى په دې خاوره کښې که اور دى دا زما دى


هغوى که د محل دعوې کوي نو دروغ وايي

زما خو دا د خټو ګټو کور دى دا زما دى


زما په رسوايۍ د خلګو ولې زړه خوږيږي

په مينه کښې که تور دى که پېغور دى دا زما دى


دا زه وژلى کېږم هغه زه وژلى کېږم

ژوندون چې د وحشت په نېزه سور دى دا زما دى


د ښار د چراغونو نه رڼا شوکول غواړي 

اقباله دا چې ورک لېونى ورور دى دا زما دى


ډې ايس پي اقبال مومند

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف