غزل
راپورته شوي افق نه پۀ اسمان ګوري وريځي
پۀ زړۀ مي راخوري شوي د خفګان ګوري وريځي
زما د ژوند پۀ لارو کښي رڼا کله تيارۀ کړي
سپوږمئ ئي اننګې دې نو زلفان ګوري وريځي
راغونډ شې ميکده کښي جام پۀ لاس پۀ ګډيدو شې
ماښام چي کله اوينې رندان ګوري وريځي
د ژوند پۀ لويه دشته کښي ستا زلفي يادومه
زړګي مي په هر ګام وائې ارمان ګوري وريځي
عارفه ناشکرې ده کۀ زۀ نور څۀ پسي غواړم
يو ځائے شو مازيګر کښي جام جانان ګوري وريځي
Post a Comment