غزل
خه پۀ جار او خه پۀ نره كول غواړي
د ټوپک خلاف خبره كول غواړي
امن غواړو امن غواړو جنګ دې ورک شي
دا نعره د غرۀ د سره كول غواړي
ملا تا سره ياري ما پۀ دې پرېخوه
تا ويل جبر پۀ سندره كول غواړي
سر زما غېږه كې كېږده زړۀ مې ډک دى
نن خبرې ترسحره كول غواړي
ما پۀ دې جنګ د كاكا ځوى سره اوكړو
د ويل ډز پۀ دې كونتره كول غواړي
د غفلت پۀ خوب اودو پښتنو پاسئ
يوه چغه .........د خېبره كول غواړي
د بيمار زړګي علاج چې ورته اوكړي
دې "صنم" تا څوک ډاكټره كول غواړي
تاج ولي صنم
ایک تبصرہ شائع کریں