له قلمه دَ طارق کوثر سدهوم رستم مردان
دَ ارواښاد اجمل منصور
"ساندې"
چا وئيل چې مرګ باندې فنا شومه
زهٔ خو پس له مرګه راپېدا شومه
څهٔ پرې کهٔ ستا نهٔ شومه ګلرنګ اشنا
خېر دے زهٔ اجمل شوم دَ هر چا شومه
دَ صوابۍ سیمه دَ غېرت منو ، قام پرستو ، ننګيالو ، په پښتو او پښتنو مئينو توريالو يوسفزو پښتنو اباده او ښېرازه خاوره ده. دې خاورې دَ ژوند دَ نورو شعبو په شان دَ ادب مېدان هم بريالے ساتلے دے. ډېر نامور ، سپېځلي او پياوړې شاعران او اديبان ئې زېږولي دي. دَ دې خاورې هر شاعر اديب دَ خپلې خاورې سره دَ لازواله مينې او پښتو پت پاللے دے. دَ دغې خاورې په دغه پت منو بچو کښې يو نر بچے ارواښاد اجمل منصور وهٔ چې په ټوپۍ چم مټونه صوابۍ کښې پېدا شوې وهٔ. هغوي ډېره سپېځلې او زړهٔ پورې دَ مينې او پښتو په رنګ کښې رنګ شاعري کړې ده. د هغوي په فکر او فن دَ مينې او ښکلا سيورے غوړېدلے ښکاري. دَ هغوي دَ سپېځلې شاعرۍ وړومبۍ مجموعه په کال ۱۹۹۸ء کښې دَ "دار او دلدار" په نُوم چاپ شوه. دَ هغوي دويم شعري زيار په کال ۲۰۱۰ء کښې دَ "زړهٔ چاؤدون" په نوُم دَ پښتو مئينانو ته وړاندې کړے شو. دَ هغوي درېم کتاب دَ هغوي دَ مرګ نه وروستو په ۲۰۱۲ء کښې دَ ساندې په نُوم دَ عامر پرنټنګ اېجنسي پېښور له خوا چاپ شو. دا کتاب ساندې په ۱۸۹ صفحو مشتمل يو ضحيم کتاب دے. دَ کتاب سر پاڼه محمد کمال ډيزائن کړې ده او کمپوزنګ ئې ارشاد خان ( پښتو اکېډمي ) کړے دے. دَ کتاب ترتيب و تدوين ارشد علي ارشد کړے دے. ښاغلې ارشد علي ارشد دَ ډېر داد مستحق دے چې هغوي دَ ارواښاد اجمل منصور دَ مرګ نه پس دَ هغوي دوه کتابونه چاپ کړل او دَ هغوي نُوم او شاعرۍ ته ئې دوام وبخښو. دَ کره کتنې ذمه واري ئې ښاغلي ذاکر يوسفزي ترسره کړې ده. دَ دې کتاب تړون دَ ارواښاد اجمل منصور دَ ګلالو مشال او شازيه په نُوم شوې دے. دا کتاب په حمد ، نعت ، غزلونو ، قطعو ، فردونو ، هائيکوز ، سندرو ، مغريٰ نظمونو او ازادو نظمونو سينګار شوے دے. په دې کتاب ستر شاعر او ډرامه نګار ښاغلي نورالبشر نويد دَ ارواښاد اجمل منصور په شخصيت او فن زړهٔ پورې او جامعه سريزه ليکلې ده، ښاغلي ارشد علي ارشد هم دَ زړهٔ خبرې تر عنوان لاندې خپل تاثرات وړاندې کړې دي. ښاغلې بشر نويد دَ "منصور ساندې يو تاثر" دَ سرخط لاندې دَ هغوي دَ شخصيت په بابله ليکي چې!
"په رنګ جوثه ، قدقامت ، په خبرو ، په ګرځېدو ، په غربت ، حېثيت هر څهٔ يو داسې انسان چې نظر پرې تيندک خوري خو دَ اجمل منصور دننه دومره ښائست چې رنګ ئې دَ بوډۍ دَ ټال اووه رنګونه ، جوثه قد و قامت ئې چنارونه چنارونه ، خبرې ئې داسې خوږې لکه طوطا مېنا ، ګرځېدهٔ ئې لکه دَ خارو په نازونو چې کاروغانو ئې دَ تګ چل زده کولو کښې خپل تګ هېر کړے دے. دَ حېثيت اندازه به ئې هغه چاته لګي چې څوک دَ اجمل دننه يو دردېدلې شاعر ته ګوري. داسې به ورته ښکاري چې چا ښکلے يوسف کوهي ته غورزولې وي او بيا ئې په بازار کښې نيلام کوي. "
دَ ارواښاد اجمل منصور دَ شاعري په باره کښې ښاغلې بشر نويد څهٔ داسې رنګ رقم طراز دے!
"شاعر په خپله زمانه کښې دَ وخت او حالاتو دَ عکاس مثال لري. لکه يو کېمره چې آوټ فوکس تصوير وباسي نو هغه کېمره او انځورګر ناخوښه ياد شي نو دغه شان کهٔ يو شاعر دَ خپل دور دَ زمانې دَ وختونو صحيح تصوير کشي ونکړي نو دا يو آوټ فوکس تصوير وي. په دغه حواله اجمل منصور دَ خپل ژوند او دَ ټولنې دَ حالاتو واقعاتو صفا صفا تصويرونه ايستي دي."
دَ دې کتاب ساندې په ديارلسم مخ ارواښاد اجمل منصور دَ الله رب العزت حمد و ثنا بيان کړې چې!
چې دَ ټول جهان رازق دے
چې دَ ټول جهان خالق دے
چې سخي دے چې صادق دے
چې جانان دے چې عاشق دے
دغه پاک غني سبحان دے
دغه پاک غني سبحان دے
په پنځلسم مخ هغوي دَ خپل خوږ نبي ﷺ سره دَ مينې څرګندونه هم کړې ده چې!
هاغه دَ تمام اولس غمخوار سړے
هاغه دَ څلورو يار يار سړے
هاغه ټول جهان له دَ رحمت سېورے
هاغه له هر چانه وفادار سړے
ډېر مې په زړګي راورېدلے دے
هاغه نيک سيرته نېک کردار سړے
ادبپوهان وائي چې معياري شعر او ادب هغه وي چې ژوند ته د راپېښو حالاتو ، سياسي ، سماجي او جمهوري محروميتونو او د معاشي ناهموارۍ ستونزو په بابله د قومي احساس او اجتماعي شعور خپرونه وکړي او د خپل عصر ترجماني وکړے شي. هم دغه وجه ده چې ارواښاد اجمل منصور په خپله شاعرۍ کښې دَ خان ازم ، دَ غريب دَ بې ارزۍ ، بې وسۍ ، استحصال او طبقاتي کشمکش او نظام لري بري انځور ګري کړې ده. لکه داسې!
غريب دې خوار شي ، غريب دې ورک شي
منشور دَ خان دے ، نعره دَ خان ده
په رښتيا خوار شو په رښتيا ورک شو
جومات دَ شېخ دے ، حجره دَ خان ده
انسان صرف دَ اخلاقي او روحاني وجود نُوم نهٔ دے بلکې يو جمالياتي حقيقت هم دے. څنګه چې انسان تر ټولو مخلوقاتو عالي رتبه لري هم دغه رنګ دَ ښکلا تر ټولو لوئې مظهر هم دے. دَ ژوند مشاهده او تجربه دا ښائي چې په هر جمال کښې کمال وي او په هر کمال کښې جمال. خو په کوم يو څيز کښې چې دا دواړه موجود وي نو هغه بې مثاله وي. جمال دَ يو سړي ، ځاے ، څيز او يا خيال هغه خصوصيت دے چې کتونکي ته خوشحالي او سکون ورسوي. شخصي او ټولنيز مقام ئې لوړ کړي او دَ اطمينان احساس ورکړي. هر ښکلي بشر ته ځېريدل او دَ چا په حسن او ښکلا مئينېدل دَ انسان ازلي او فطري برخه ده. شاعر دَ حسن او مينې دلداده وي خپل فکر او نظر په دغه ښکلا پسې ګرځوي دَ خپل زړهٔ تسکين دَ دغه ښکلا په لېدو کښې ګوري. ارواښاد اجمل دَ خپل جمالياتي حس په زور دغه احساس داسې انځور کړے دے.
مونږه هر موسم کښې ګلو پسې ګرځو
تمام عمر ښکلو ښکلو پسې ګرځو
چې به چرې مو په لاس باندې رانهٔ شي
مونږ په داسې سرخوړلو پسې ګرځو
او يا دا شعرونه چې!
وهٔ دې خندل سترګو دې جنګ ونهٔ کهٔ
اباسين څهٔ رنګ له غورځنګ ونهٔ کهٔ
چے چے هم نهٔ شومه په هر يو پسې
کهٔ مې دَ هر ښکلي نه څنګ ونهٔ کهٔ
----------------------
کهٔ زورور دي کهٔ کمزوري ښکلي
ماته دې خامخا راګوري ښکلي
ماته دَ هر څهٔ نه ښائسته ښکارېږي
سحر ګلونه دَ شپې ستوري ښکلي
دَ رقابت له نومه هر سړے کرکه کوي او په تېره تېره خو رقيب دَ هر مئين دَ سترګو ازغے وي. دَ دنيا يو مئين هم خپل محبوب او دَ محبوب مينه تقسيمول نهٔ غواړي. مئين لس لاکه روپۍ تاوان مني خو يو رقيب نه مني. رقيب دَ الله پاک صفتي نُوم هم دے الله پاک دَ تمام مخلوقاتو سره مينه کوي او بيا انسان سره خو دَ اووياوو مياندو نه زياته مينه کوي خو شاعران دا کلمه په مجازي معنو کښې کاروي. يو خوا کهٔ ارواښاد اجمل منصور دَ ژوند دَ کشالو ، ستړو ، ستونزو ، محروميو او کړمو نه زړهٔ چاؤدے وهٔ نو بل خوا په مينه کښې دَ خپل محبوب او رقيب دَ لاسه هم درګړي درګړي معلومېږي لکه چې وايي!
اشنا کهٔ ستا په سترګو کښې خواږهٔ نهٔ پېداکېږي
څهٔ نوې نهٔ ده کاڼو کښې اوبهٔ نهٔ پېدا کېږي
رقيبه اراده مې بېګا ستا دَ قتل کړې
لاس شته دے زړهٔ هم شته دے خو چاړهٔ نهٔ پېدا کېږي
او یا دا بېتونه چې!
تېښته مې نهٔ ده زده رقيب ته په مېدان ولاړ يم
لکه هندو ته په کشمير کښې مسلمان ولاړ يم
دَ امېد ګل نهٔ يم چې دوه ګوتو کښې ورېژېږم
دَ محبت په جل وهلي ګلستان ولاړ يم
هغوي کهٔ هر څومره په خپل ژوند کښې دَ دردونو او تکليفونو سره مخ وو خو همت ئې نهٔ وهٔ بائللے او حوصله ئې نهٔ وه پرېوتې او دَ ژوند تکليفونو ته هسکه غړۍ ولاړ وهٔ لکه دا بېتونه ئې وګورئ!
ژوند دَ ارمانونو په سر ښکلے دے
ښکلو! دَ نازونو په سر ښکلے دے
هر څو کهٔ ئې پوزې له راوستے يم
دور دَ دردونو په سر ښکلے دے
خوند کهٔ دَ کټوۍ څمڅۍ په مالګه دے
ژوند دَ تکليقونو په سر ښکلے دے
قامونه په خپله مورنۍ ژبه پېژندے شي. وئيلے شي چې کوم قام خپله ژبه هېره کړي هغه قام ورک شي ځکه چې دغه ژبه دَ يو قام دَ تاريخ ، دود دستور ، کلتور ، رويو ، اقدارو او معاشرتي ژوند نګهبانه او محافظه وي. مورنۍ ژبه لکه دَ مور غوندې مينه او مقام لري. پښتو دَ پښتون قام پېژندګلو ده. ارواښاد اجمل منصور دَ خپلې مورنۍ ژبې سره دَ عقيدت اظهار او دَ پښتو سره خپله مينه دَ جنون تر حده داسې انځوري چې!
بچو له چې مونږ نهٔ کېدو نُومونه په پښتو کښې
صبا به هغوي څهٔ ليکي خطونه په پښتو کښې
هغه ملا مې خوښ دے هم هغه مې دَ زړهٔ سر دے
چې ليکي مئينانو له ساختونه په پښتو کښې
ارواښاد اجمل ته نهٔ يواځې خپله ژبه ګرانه وه بلکې پښتون قام او دَ پښتنو لوئې خېلونه او قبېلې ئې هم په نظر کښې ساتلې وې. په خپل قامي شناخت هغوي فخر کولو. دَ پښتنو کلهم خېلونه او قبيلې دَ هغوي په نظر کښې ښکلې وې خو يوسفزي ئې پکښې په خصوصي توګه ستائيلي دي لکه چې!
زما ګرېوان کهٔ هر څو تار په تار دے
ستا په لمن غمي غمي ستوري دي
دَ داؤدزو ، خليل ، مهمندو منم
په پښتنو کښې يوسفزي ستوري دي
دَ دې سره سره هغوي په ښائست او ښکلا کښې هم پښتنې رنګ لېدل غواړي او دَ پښتون ځان ځاني هم نهٔ خوښوي. دَ هغوي په اند هغه ښائست دَ مئينانو په زړونو چرې هم راج نهٔ شي کولے کوم چې دَ پښتون په صفاتو ننګ ، حيا ، پت او دَ وفا په کالو سينګار نهٔ وي. لکه دا شعرونه ئې دَ نمونې په توګه!
چې دَ پښتون ترجماني نهٔ کوي
هغه ښائست په زړهٔ خاني نهٔ کوي
والله چې ګران به شي دښمن ته وهل
کهٔ پښتانهٔ دا ځان ځاني نهٔ کوي
ارواښاد اجمل منصور دَ انسان سره ډېره مينه لري. هغوي مينه دَ انسانيت معراج ګڼي. دَ هغوي په اند انساني ژوند په مينه ښکلے دے. هغوي مينه دَ امن ، امن دَ انسانيت او انسانيت دَ انساني ژوند دَ خوشحالو او سوکالو لپاره کارول اصل مقصد ګڼي. دَ هغوي په اند امن ساز ، مينه سوز او انسانيت يوه خوږه سندره ده کومه چې دَ انساني ژوند روح ته دائمي تسکين او اطمينان بخښي. دا شعرونه ئې غوره نمونې دي.
ژوند کهٔ هر څومره مشکل دے
خو به مينه به اسان شي
محبت به رازرغون کړي
کهٔ انسان چرې انسان شي
هغوي دَ خوار اولس او بې وسه پرېوتې طبقې دَ خلقو په کړمو او ستونزو هم ژور نظر وهٔ په کومو کښې چې هغوي خپل عکس ليدهٔ. دَ نهرې خېټې اور څومره په ګرانه مړ کېږي. غربت ، مفلسي او ناچاري بده بلا ده. دَ غر هومره ځوانۍ خاورې اېرې کړي. هغوي دَ اولس بدې ورځې او په غم لړلي حالات هم ژړلي دي. دغه احساس هغوي په دې لانديني ازاد نظم کښې ځومره په ښکلي انداز کښې تصوير کړے دے.
يوه ورکوټې جينۍ
دَ اتو نهو کالو
وړه ښائسته ماشومه
په سره غرمه کښې اکثر
دَ ځو پېسو دَ پاره
په خلقو ساګ خرڅوي
دَ خېټې اور مړ کوي
***
او یا دا شعرونه چې!
سپوږمۍ مُسکۍ مُسکۍ ده ستوري خاندي
واړهٔ زمونږ په طرف ګوري خاندي
غربته څهٔ عجيبه کار دې وکړو
اوس راپسې دَ خلقو سېوري خاندي
ارواښاد اجمل منصور ډېر ښائسته او زړهٔ پورې هائيکوز هم ليکلي دي هائيکو يو جاپاني صنفِ سُخن دے. په ابتدا کښې دَ دې صنف دَ دوؤ نورو اصطلاح ګانو هوکو (Hokku) او هائيکائي (Haikai) تر مينځه تميز نهٔ کېدو خو ۱۸۹۰ء کښې دَ ماساوکا شيکي Masaoka Shiki)) په کوشش سره دې ژانر يو ځانګړې او غوره هېئت وموندو او دَ خلقو دَ دلچسپۍ باعث هم وګرځېدو. دا لاندينۍ هائيکو ګانې دَ ارواښاد اجمل منصور دَ فکر ښه ترجماني کوي. لکه دا!
هائيکو
ستړې ستومانه دَ پټي نه راغلم
مور مې ګاونډ کره تنور واچوؤ
ما دَ شوملو په چاټۍ خُلهٔ کېښوده
زهٔ په هر څهٔ کښې نوې والے کوم
خلق اوبهٔ دَ بوسو لاندې بوځي
زهٔ دَ اوبو دَ لاندې بوس بوځمه
مور ته مې وې هغلته پۍ ټهېکه که
په کوم يو کور کښې چې ښائسته ښاپېرۍ
په سپينو لاسو توره مېښه لوشي
خانان دَ کلي راته ښه نهٔ ګوري
ځکه چې ماله خو بغېر دَ خدايه
هېچا ته هم دَ سجدې چل نهٔ راځي
ارواښاد اجمل منصور يو ډېر ځوان فکره او بېدار مغزه شاعر وهٔ. دا هغوي شاعري ډېره ژوندے او دَ ژوند شاعري ده. دَ هغوي شاعري دَ شوک شوک او دړدېدلي احساساتو دَ څړېکو تصويرونه دي. هغوي خپل غزل ته دَ تغزل خواږهٔ پېرزو کړې دي. هغوي دَ خپل جديد غزل په ګلدسته کښې دَ ژوند دَ هر رنګ او خوشبو ګل لګولے دے. دَ هغوي په غزل دَ غزل تنده ماتېږي. لکه دا!
چې منکر شوې ستا دَ مينې دَ معراجه نهٔ يم
زهٔ خو مئين يمه اشنا شکي مزاجه نهٔ يم
کهٔ ته راوخاندې نو بيا به خپل صحت ومومم
دَ زړهٔ مريض يمه خو داسې ناعلاجه نهٔ يم
کهٔ دَ ماليار نيمګړې نيت ژاړم دا هم وایمه
ګلاب به يم خو دَ سپرلي دَ باد محتاجه نهٔ يم
تاسو خبر يئ دَ نړۍ خورو ورو قامونو
چې زهٔ بې تورې او بې تخته او بې تاجه نهٔ يم
چې غنم رنګې خوښوم منصوره پوهه شومه
ابنِ ادم يم صبر شوے دَ اناجه نهٔ يم
دَ هغوي دا شعري زيار "ساندي" په حقيقت کښې دَ هغوي دَ داخلي کېفياتو ، احساساتو او خارجي محسوساتو هغه دَ سوز و ګداز نه ډکې دَ يو دړدېدلي بلبل په ژبه داسې سندرې دي چې ټول چمن ځان ته غوږ غوږ او سترګې سترګې کوي او په زړونو ئې سحرګره اغېزي پرېباسي. هر څو کهٔ دَ هغوي طبعي هستۍ دَ فنا جامې اغوستې دي خو هغوي به دَ خپل سپېځلي او ښېرازه فکر ، خوږې شاعرۍ او تاند قلم په وسيله دَ خپلو مئينانو او دَ پښتو دَ ادب دَ تنده غرو په زړونو تل تر تله راج کوي او ژوندے به وي.
***
ایک تبصرہ شائع کریں