غزل
لکه هر څۀ چې په يو دم خراب شي
داسې مې زړه چا پسې سم خراب شي
د چا راتلۀ د خوشحالۍ سبب شي
د چا په تللو باندې غم خراب شي
چرته چې لاړ شمه د چا ليدو ته
نو هغه شته تعلق هم خراب شي
دا حالات هم لکه زما په شان دي
چې کله ډير او کله کم خراب شي
څۀ له خيالونو خوشبوئي لاړه شي
څۀ د لفظونو زير و بم خراب شي
عام زخم نه دی د صابر زخم دی
په زهرو ښۀ شي په مرهم خراب شي
صابر
Post a Comment