غزل
هر ځاے هر پښتون په وينو سُور راپېدا شوے دے
هر د پښتنو بچے منصور راپېدا شوے دے
يو شېرعالم خامخا پېدا کړی مېمونۍ وژنی
داسې سُور کابل له شين تربور راپېدا شوے دے
لوے اسلام اباد وائی پښتون دې بايد وسوزی
دا د تور پنجاب نه يو دستور راپېدا شوے دے
اوس د باچا خان په پښتون هر څوک تجربې کوی
ټول عمر منظور نه نا منظور راپېدا شوے دے
ويرې وحشتونه به هم دغه شان بچی راوړی
دلته د پېريانو نه جمهور راپېدا شوے دے
څومره عجيبه ده د نشې او تماشې قيصه
شپه کښې د شرابو نه انګور راپېدا شوے دے
اے د مقدس جنګونو دا تماشه وګورئ
اوس د تورابان د مخ نه نُور راپېدا شوے دے
ښکر به د بشر په سر کښې هم وشی تۀ وار وکا
ډېر د بې وسۍ نه مې غرور راپېدا شوے دے
Post a Comment