ماسره مينه په سلګو کښې په نغمو ياده کا
دا زما ماته ماته ساه ځانته د شپو ياده کا
ماته اردو کښې د اختر مبارکی مه کوه
پښتو مې مور ده ماته مور په خوشحالو ياده کا
زه د شليدلی ګريوان ماتې تڼۍ نه تړمه
ته په خندا راته خبره د جامو ياده کا
راځه د وران کلی د هغه چينار ټال له راځه
هرې جوټې سره وعده دې د غرمو ياده کا
بشر په دې ورځ هم يوازې دې د ځانه سره
هيره قيصه دې راته شابه د راتلو ياده کا
نورالبشرنويد
وړوکی اختر ورځ
ليکوال کور
2مۍ 2022
Post a Comment