ــــــ غزل ــــــ
تانـه زيـات حسيـن د تـا تصــــــــوير جـوړول غـواړم
خلکـو کښـې د خپـل قلـــــــم توقيـر جـوړول غـواړم
ځـم چـې سپينــې اوښکـې ورتـه تـوى کـړم لپـه، لپـه
نـور بـه څـه جـواز د خپـل تفصيـــــر جـوړول غـواړم
مـا خپلـه رضـــــــــــــــــــــا کـړله تابـع د يـار رضـا تـه
څـومره پـه اسانـه خپـل تقـــــــــدير جـوړول غـواړم
تـه بـه مـې څـه خپـل شـې د بــــــــــارودو سـوداګره
زه لـه دې وطـــــــــــــن جنـت نظيـر جـوړول غـواړم
دشـت کښـې کـوي ټېکـه لېـوني او نـه پـه ښـار کښې
زلفـو نـه دې اوس ورتـه زنځيــــــــر جـوړول غـواړم
ولـې دې پـه مـا پسـې ليلــــــــــــــى لېـونۍ نـه شـي
عشــــق کښـې "درده" زه نـوى نظيـر جـوړول غـواړم
رحمت الله درد

Post a Comment