غزل
پۀ نۀ خبره شي خفه خبره هېڅ هم نۀ وي
دغه تِکرار وي هره شپه خبره هېڅ هم نۀ وي
کله ئې داسې شي لهجه لکه پياله د سُقراط
کله له شاتو شي خوږه خبره هېڅ هم نۀ وي
د چا د ياد تود نمر مې داسې شي راخور پۀ ذهن
تېر هېر زخمونه شي تازه خبره هېڅ هم نۀ وي
د خپلو مړاو مړاو هيلو سر ته وژاړمه
پۀ شوا روز يوه شېبه خبره هېڅ هم نۀ وي
بعضې خبرې عنوان نۀ لري خو کله کله
وينه مې تن کښې شي توده خبره هېڅ هم نۀ وي
ځيني وختونو کښې چې مونږ پرې قتلِ عام ته رسُو
مونډ د خبرې شي ښکاره خبره هېڅ هم نۀ وي
يار چې پۀ ما د مّکر سر څڼه کوي فِطرته
جوړه کړي هسې ډنډوره خبره هېڅ هم نۀ وي
#فضل الرحمن فطرت

Post a Comment