څوک چې څومرہ مھذب دے
ھغه ھومرہ مذبذب دے
ناپوھي څه بادشاھي دہ
پوھه څومرہ لویې غضب دے
یارانه څه! مفادات دي
زما ستا خپل خپل مطلب دے
فلسفې په تندر اوله
اخري اسرہ مذھب دے
تاله یې عشق خوښ کړو تسکینه
ستا نه پوھه پرې ستا رب دے
تسکين مانیروال
المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف
Post a Comment