د وړو وړو خدایانو دې بنده کړم
لویه خدایه! زه به چا چا ته سجده کړم؟
.
لېونيان راسره کوره پورې لاړل
هوښيارانو نيمه لاره کې دوکه کړم
ملګرتیا که څو رندان راسره وکړي
دا حرم به یوه لویه میکده کړم
د وصال د شپې بدل به دې خلاص نه کړم
ټولې شپې که د خپل عمر شوګيره کړم
چې مسکۍ شې، لږ ئې ښکل کړې بيا ئې راکړې
سل توبې به هغه جام نه صدقه کړم
قافلې د پسرلي دي په دې راشي
خپل ژوندون به ئې په لاره کې ډيوه کړم
شيرينې د پيغلتوب دې پيغلې غواړم
خله به ستا په عنُابې شونډو خوږه کړم
سيف الرحمن سليم
Post a Comment