د محبت رازونه پټ ساتمه
په زړه د زړه دردونه پټ ساتمه
نور د يارانو زړونه نه يخوم
نور به د زړۀ زخمونه پټ ساتمه
په دې بې لوزه موسم څه اعتبار
ستا د وعدو ګلونه پټ ساتمه
د پرهرونو خولې مې وتړلې
نور د جانان يادونه پټ ساتمه
د دېوالونو نه مې ويره کېږي
ستا د راتلو وختونه پټ ساتمه
دلته د غم ژبه څوک نه پېژني
دلته کې خپل غمونه پټ ساتمه
د څښو خو څه وايي چې څه کفر دې
زۀ دلته تش جامونه پټ ساتمه
د ملامتو د فتوو د ويرې
په سر کې ډېر سوالونه پټ ساتمه
د خلکو خولې خو تاته ښه پته ده
صابره ستا خطونه پټ ساتمه
صاحب شاه صـــابـــر
Post a Comment