شمس القمر اندېش
خدای زده کوم پړاو کښې دَ ارمان يمه
ستا دَ ياد پۀ دوړو کښې روان يمه
ستا دَ محبت دَ جنون دشته کښې
ګله نۀ دَ ځان او نۀ پۀ ځان يمه
ښار دے لکه کنګل سمندر اودۀ
دې دَ خاموشۍ شور ته حېران يمه
مينه هسې هم دَ ګټې کور نۀ وۀ
زۀ دَ خپل احساس پۀ سر تاوان يمه
هلته به جوټې دَ ناز پۀ ټال خورمه
دلته زۀ دَ ژبې اوېزان يمه
دومره کۀ مې ؤپېژني ښۀ به وي
زۀ دَ درد دَ څانګې ثنا خوان يمه
ای دَ امېدونو دَ سپرلو راڼۍ
ستا دَ تصور پۀ زمکه خان يمه
ایک تبصرہ شائع کریں