کلام : سيف الرحمن سليم
کله نا کله ست د جام کوه
پۀ تا مئين يم په ما پام کوه
د رقيب مخکښې راته مه وايه څه
بس زما دومره احترام کوه
راغلی يم زۀ مېکدې ته نوی
ساقي لږ ما سره ناکام کوه
د سحر باده! سرو ګلونو سره
مړاو غنچو ته هم سلام کوه
ورکې فتوې زما د کفر ولې
واعظه! فکر د انجام کوه
سليمه! سم دې کړۀ غزل شرعې ته
لږ په کښې ذکر د خپل قام کوه
ایک تبصرہ شائع کریں