غزل
که د رنګونو په ګلونو بنړېدمه یاره
خو د سپرلي د یاد په ژبه ګنړېدمه یاره
دغه حالات چې د زغملو زغم یې نه لره ما
زه به د دړد شپېلۍ کښې چا ته ژړېدمه یاره
په تا د نه راتلو ګمان څنګه کولې شو ما
زه د یقین د غره نه ښکته رغړېدمه یاره
چا ته به وي اسانه شوې ما ته ګرانه شوله
چې زمانه نوې کېده زه زړېدمه یاره
ما په څه شان یې په دې خپل سر ګرځولې اشنا
زه ستا په پښو کښې په هیڅ شان نه توغړېدمه یاره
په ما هېڅ کله د غلې د مني بیاج نه راته
ستا د ښائست په یو نظر به مړېدمه یاره
د ژوند د تورې شپې د غېږي د سحر ارماني
ستا د جبین د نمر په څیره رنړېدمه یاره
زما چې طمعه ترې د سترګو خوږېدو کېدله
هم هغه سترګو کښې ډېر ډېر غړېدمه یاره
زه ستا د مینې محل زه ستا د وفا کنډر
په بل لور چرته پرېوتم چې نړېدمه یاره
زه که یو ټاکې د رڼا پاتې کېدم کېدم دې
زه د تيئرو د ځنګلونو چنړېدمه یاره
بس یوه لاره بله نه وه ما ته مخکښې پرته
کوم خوا به تلمه که د عشقه اوړېدمه یاره
زمونږ تاریخ د ځان ځاني په نیلي سور ګرځي
تل د دې غمه رېژېدمه دوړېدمه یاره
دغه چې ته یې کوې دغه د وفا چارې دي
ستا د جفا په میچن چرته وړېدمه یاره
ستا د خبرو زمزمو پسې راوګرځېدم
د خپل ګوګل د شر و شوره کنړېدمه یاره
زه د خپل زړه په ژبه ولې باور نه کؤمه
چې زه د مینې په ګناه کښې کړېدمه یاره
زه د حالاتو د سره اوره هغه دم شوم خبر
چې ستا د زلفو په یخ سوري تړقېدمه یاره
-----------------------
شمس القمر اندېش بابا
ایک تبصرہ شائع کریں