زما د حال پوښتنه څله كوې

شاعرې

منگل، 24 اکتوبر، 2023

زما د حال پوښتنه څله كوې






زما د حال پوښتنه څله كوې
په زړه دې يو وي په خوله بله كوې

زه چې په كومه باندې مرمه ګلې
هغه خبره څو څو ځله كوې

زړګيه! ژاړه اوس ګېلې مه كوه
څه چې كوې ه ځان پخپله كوې

چې د پوښتنې په ارمان دې مړ شي
ته به د شمس پوښتنه هله كوې

 

**********

هسې په خوله وايم چې ښه تېرېږي
بغير له تا وختونه نه تېرېږي

كله چې ستا خواږ يادونه راشي
هغه وختونه لږ خواږه تېرېږي

ستا د خندا او خوشالۍ ورځې دي
غمونه ټول زما په زړه تېرېږي

چې ته يې هم د مينې قدر نه كړې
د شمس په زړه باندې به څه تېرېږي

📜 خپله غزل او عکس راولېږئ

ګرانو شاعرانو! خپلې غزلې او عکسونه له موږ سره شریک کړئ.

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف